باوري زابلی: ط..الب په مېلو سر دئ؛ د ټرمپ فرصت دئ راځي دي

په زابل کي ط..الب قوماندان باوري زابلی چي د ط..البانو د خېښ او خالګۍ د نظام څخه په تنګ سوی، خپل د زړه بړاس ئې پر فېسبوک ايستلی.
دغه ط..الب قوماندان په خپله فېسبوک پاڼه ليکلي، چي د امريکا د راتګ له پاره ښه فرصت برابر دئ، ط..الب په مېلو اخته دئ. هغه وايي ط..الب اوس د لوکس موټر، کور ، چوکۍ او عصري ژوند خوند کتلی اوس ولاکه ټک لا بالا وکړي.
هغه ليکي، چي ط..البانو هغه م.جاهدينو چي شل کاله ئې جګړه کړې وه د تنقيص او په نورو بهانو پر کور کښېنولي او پر ځای ئې خپل د کورنۍ غړي، عطر او چپلکي خرڅونکي کښېنولي او د هغه غريب م.جاهد حق په خوري چي قربانۍ ئې ورکړي.
دهغه د دغه ليکني څخه ښکاري چي د ط..البانو د دغي واکمنۍ څخه چي د څو محدودو کسانو په لاس کي ده سخت ناراضه او ناخوښه دئ.
هغه ويلي نظام چا ګټلی او اوس ئې خوري څوک او په وينا ئې که داځل د ط..الب په مقابل کي اقدام وسو ط..البان به ډېر په شرمو وشرمېږي.