د جرمني د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيره انالنا بربوک د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د مشرې په توګه وټاکل سوه. نوموړې د دې نړۍوالي ادارې په نږدې ۸۰ کلن تاريخ کښي لومړنۍ اروپايي مېرمن او په ټوله کښي پنځمه ښځه ده، چي دغه مهم مقام ترلاسه کوي.
دغه ټاکنه د نيويارک په مرکزي دفتر کښي د رايي اچوني د لاري ترسره سوې ده، چي پکښي بربوک د اکثريت رايو په ترلاسه کولو سره بريالۍ سوې ده.
د جرمني د شين يا زرغون ګوند د استازې په توګه، بربوک ژمنه کړې، چي د خپلي دورې په جريان کښي به د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د مشرې په توګه د نړۍوالو ننګونو په حل کښي فعاله ونډه واخلي. د دې مقام دندي په عمده توګه تشریفاتي دي، چي پکښي د ۱۹۳ غړو هیوادونو ترمنځ د عمومي غونډو مدیریت او همغږي شامل ده.