برتانوي رسنیو راپور ورکړی چي د افغانستان له تاریاکو څخه جوړو سويو هيرویینو قاچاق د پخوا په ډول دوام لري او د تېرو دوو کالو په پرتله يې بیه هم دوه برابره لوړه سوې ده

له نشه‌ يي موادو سره د مبارزې د برخې دوو څېړونکو په خپله تازه څېړنه کي ويلي چي په افغانستان کي د کوکنارو د کښت له کموالي سره سره بیا هم نړیوالو بازارونو، په تېره بیا اروپا او بریتانیا ته د هیرويينو قاچاق نه دی کم سوی.

دوی زیاته کړې چي په افغانستان کي د کوکنار د کښت کموالي یوازي بریتانیا ته د وړاندي سویو هيرويينو پر کيفیت اغېز کړی دی، خو برعکس د یوه کيلوګرامو هيرويينو بیه له ۱۵زرو ډالرو څخه ۳۳ زرو ډالرو ته پورته سوې ده.

د کورنیو چارو وزارت له نشه ‌يي موادو سره د مبارزې معين مولوي عبدالحق همکار وايي، چي دوی د کوکنارو له کښت سره په مبارزه کي بریالي وه، خو د نشه يي موادو د قاچاقو په اړه د نړیوالي ټولني همکارۍ ته اړتیا لري.