افغان محصلانو ته د بریتانیا د “چیونینګ” په نوم د تحصلي بورسونو د ورکړي پروګرام بیا له سره پیل سو.
د چیونینګ پر وېبپاڼه پرون په یوه بیان کي د ۲۰۲۵م او ۲۰۲۶م کلونو لپاره د دغه تحصیلي پروګرام د بیا پیل خبر ورکړل سوی دی.
د بیان لهمخي، د تېر کال په پر تله د چیونینګ بورسونو ترلاسه کولو لپاره معیارونه بدل سوي دي.
وړاندي راغلي، چي د دغو بورسونو غوښتونکي باید د افغانستان وګړي او په افغانستان کي وي، چي د چیونینګ بورسونو معیارونه پوره کړي.
د بیان لهمخي، افغان متقاضیان د ماسټرۍ په مقطع کي کولای سي د سږکال د نومبر له ۱۴مي د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ تر دویمي نومونه ولیکي.
بریتانیا په سنبلې میاشت کي د نامعلومو دلایلو لهمخي د چیونینګ تحصلي بورسونو لپاره د افغان محصلانو درخواستونه وځنډول.