بريتانيا اوکراين ته د نورو وسلو د پېرلو لپاره ۲.۴ ميليارده ډالره پور ورکوي

د بریتانیا د دفاع وزیر جان هیلي نن دا خبر په داسي حال کي اعلان کړ چي اوکرایني ځواکونه په ختیځ کي د روسي ځواکونو د سختو بریدونو پر وړاندي په جګړه بوخت دي او هره ورځ د اوکراین پر ښارونو او تاسیساتو د روسیې له ‌خوا هوايي بریدونه دوام لري.

چارواکو ویلي، په دې وروستیو بریدونو کي د روسیې پولي ته څېرمه په سوېل ختیځ ښار سومي کي د یوه کوچني په ګډون درې کسان وژل سوي دي.

هغه پیسې چي بریتانیا یې اوکراین ته ورکوي د هغو ۵۰ میلیاردو ډالرو پور یوه برخه ده چي تېر جون د جي۷ G7 یا د نړۍ د اوو پرمختللو صنعتي هيوادونو له‌ خوا اعلان سوی و.

دا پور باید په لوېدیځ کي د روسیې د کنګل سویو شتمنیو د عایداتو له لاري تمویل سي.

د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ له میاشتي راهیسي چي روسیې پر اوکراین پراخ برید کړی، د روسیې شاوخوا ۳۰۰ میلیارده ډالره بهرنۍ سرمایه په لوېدیځ کي کنګل سوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *