بريتانيا د افغان ځانګړو ځواکونو سلګونه پوځيانو ته د مېشتېدو اسناد ورکوي

د بريتانيا حکومت وايي يو شمېر هغو وړ افغان ځانګړو ځواکونو ته چي په افغانستان کي د بريتانوي ځواکونو تر څنګ جنګېدلي او مخکي يې د پنا غوښتني رد سوي وې په دې هیواد کي د اوسېدو اجازه ورکوي.

د بريتانيا پخواني حکومت د شاوخوا دوه زره افغان ځانګړو ځواکونو د مېشتېدو غوښتني رد کړي وې.

دا پوځيان د سي اېف ۳۳۳ او اې ټي اېف ۴۴۴ ځانګړو ځواکونو برخه وه چي د “ټرېپلز” په نامه پېژندل کېدل.

د بريتانيا د وسله والو ځواکونو وزیر لوک پولارډ د پارلمان غونډي ته ویلي، اوس ارزونو موندلې چي ځیني غوښتنلیکونه په ناسم ډول رد سوي دي.

د ښاغلي پولارډ په وینا، تر اوسه ۲۵ سلنه رد سوي غوښتنلیکونه له ارزول کېدو وروسته منل سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *