ګارډين ورځپاڼي په خپاره سوي راپور کي ویلي دي، چي د ۲۰۲۴ میلادي کال په اخر درو میاشتو کي بریتانیا د ۲۶ افغان میرمنو د پناه غوښتولو قضې رد کړي دي. د ګارډين د راپور له مخي په یادو میرمنو کي مدني او د حقوقي بشر فعلاني شاملي دي.
یوې افغان پناه غوښتونکي میرمني ګارډین ورځپاڼي ته ویلي دي، چي د پناغوښتنه ئې رد سوي او ورته ویل سوي دي، چي بیرته افغانستان ته ولاړ سئ په افغانستان کي ستاسو لپاره نور خطر نسته.
دا په داسي حال کي ده چي دبریتانیا حکومت د ۳۰۰ نورو افغان پناغوښتونکو چي په افغانستان کي ئې ژوند په خطر کي دئ دمنلو ژمنه کړې ده.