د حقونو فعالان خبرداری ورکوي چي په بریتانیا کي تر۲ زره د ډېرو افغانانو د پناه غوښتني ردېدو د کډوالو لپاره د دښمنۍ فضا پراخه کړې ده.
د ۲۰۲۴ کال په وروستي رُبع کي، په بریتانیا کي تر ۲ زره د ډېرو افغانانو د پناه غوښتنلیکونه رد سوي دي.
د بشري حقونو فعالانو خبرداری ورکړی چي په دغه هیواد کي د افغان کډوالو لپاره دښمنانه چاپېریال رامنځته سوی. خو د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت بیا وایي، هیڅوک بېرته افغانستان ته نه لېږل کېږي.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت یو سند، چي ګارډین ورځپاڼي ترلاسه کړی، تاییدوي چي اوس مهال د افغان پناه غوښتونکو جبري یا رضاکارانه ستنول درول سوي او د دې پالیسۍ په بدلون کي کوم پرمختګ نسته.
د ګارډین د راپور له مخي، بریتانیا د افغان سفارت له خوا صادر سوي سفري اسناد نور نه مني، ځکه چي د طـ.البانو دریځ د بریتانیا لپاره د منلو نه دی.
د بریتانیا حکومت هم طـ.البان د مشروع حکومت په توګه نه پېژني.