بریتانیا په افغانستان کي د ماین پاکۍ له پروګرام سره مرسته وکړه

د بریتانیا حکومت په افغانستان کي د مځکنیو ماینونو د پاکولو له پروګرام سره څه باندي ۳ میلیونه او ۶۰۰زره ډالره مرسته وکړه.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کي ویلي، د «هلوټرسټ» موسسې دا تمویل به د ماینونو او نورو ناچاوده مهماتو د شنډولو او پاکولو له پروګرام سره مرسته وکړي.
د اعلامیې له مخي، له دې سره به هلوټرسټ موسسه وکولای سي، چي د ۲۰۲۶م کال تر مارچ میاشتي پوري د ماین پاکۍ هڅو ته دوام ورکړي.
تر دې مخکي د (MDC) په نوم د ماین پاکۍ موسسې مسوولینو ویلي وه تر درېیو کلونو زیاته موده کېږي، چي له سیاسي تحولاتو وروسته د ماین پاکۍ د چارو تمویل ۷۰ فیصده درول سوی دی.
د معلوماتو له مخي د ماینونو او ناچاوده مهماتو چاودني په افغانستان کي هره میاشت تر ۷۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړوي.