نن دوشنبه د (اګسټ ۲۵،۲۰۲۵) تاریخ په لندن کي ځینو افغان فعالانو نابینا اتل ولي محمد نوري ته ستاینغونډه ونيول.
ولي محمد نوري هغه افغان اتل دی چي په نابينا سترګو یې په ورزشي دنیا کي د نړۍ په سطحه د منډي او لامبو ۲۵ مډالونه ګټلي،ولي محمد په عین حال کي د هڅونکو ویناوو،عامه پوهاوي او بشري مرستو په برخو کي د ځلېدلو له امله د برېتانیا د مشهور پوهنتون (اېسکس)څخه افتخاري دوکتورا هم تر لاسه کړې ده.
ولي محمد د یادي ستاینغونډي د مشرانو څخه د زړه له کومي مننه کړې، او ویلي دي چي؛داسي غونډي ما نور هڅوي،چي لا لوړي بریاوي لاس ته راوړم.
د یادوني وړ ده چي ولي محمد نوري شپاړلس کاله مخکي د افغانستان په هلمند ولایت کي سرباز و،چي د ط.البانو په یوه نامردانه بريد کي یې خپلي غبرګي سترګي له لاسه ورکړې