برېښنا شرکت: د کجکي د برېښنا بند د پروژې د تمویل لپاره یې درې اړخېزه تړون لاسلیک کړى دى

برېښنا شرکت په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي د کجکي د برېښنا بند د پروژې د تمویل لپاره یې درې اړخېزه تړون لاسلیک کړى دى.

د خبرپاڼې پر بنسټ، دغه تړون د برېښنا شرکت رئیس عبدالباري عمر، د افغانستان ملي بانک د رئیس شاکر جلالي او د کجکي د انرژۍ د تولید شرکت د مشر بوراک انسال ترمنځ لاسلیک سو.

د برېښنا دولتي شرکت د معلوماتو له مخي، د دغه هوکړه لیک پر بنسټ، د افغانستان ملي بانک ژمنه کړې د خصوصي سکټور د ملاتړ لپاره د کجکي بند د پروژې مالي ملاتړ په موخه به د کجکي د برېښنا تولید شرکت ته ۱۲ میلیونه ډالره د «مرابحې بيع» په بڼه ورکړي.

د دغه خبرپاڼي پر بنسټ، د افغانستان ملي بانک به دغه پانګه د پنځو کلونو په موده کي د مرابحې بيعي په بڼه دغه شرکت ته ورکړي، څو د دغه پروژې له پراختیا سره مرسته وکړي.

د يادونې وړ ده، چي د کجکي بند د هیواد په سوېل کي د هلمند ولايت د برېښنا د رسولو له مهمو بندونو څخه دى.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *