بست لوبډلي ۳مه لوبه هم وګټل

بست لوبډلي په شپږیزه ۲۰ اوریزه کرکټ لیګ کي نن سپین غر لوبډلي ته په پنځو وکټو ماته ورکړه او دې لیګ کي ئې درېيمه بریا خپله کړه.

د نن لوبي پچه سپین غر لوبډلي وګټله او د توپوهني پرېکړه ئې وکړه، دې لوبډلي د شپږو لوبغاړو په سوځېدو د حسن عیسی خېل ۶۳، سمیع الله شینواري ۴۹ او نعمان شاه ۳۶ منډو په جوړولو ئې بست لوبډلي ته ۱۹۳ منډي هدف ورکړ او د بست لوبډلي له پاره په توپ اچونه کي نصیر خان دوه او سمیع الله، عبدالباقي او رحمت شاه یو، یو لوبغاړی وسوځوی.

بست لوبډلي یاد هدف په ۱۹م اور کي د رحمت شاه ۴۸، محمد اکرم ۴۰ او دروېش رسولي ۳۵ منډو په جوړولو پوره کړ او د سپین غر لوبډلي له پاره په توپ اچونه کي راشد خان دوه او بلال سمیع او فریدون داوودزي یو، یو لوبغاړی وسوځوی.

بست لوبډلي تر دې مهاله شپږ لوبي کړي چي، درې ئې بایللي او درې ئې ګټلي دي.