د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د جمعې په ورځ رسنيو ته ويلي دي، چي اسرائیلو د ايران په مرکز تهران کي د سرې مياشتي يو امبولانس ويشتلی دئ.
د هغه په خبره چي په دغه امبولانس کي دسرې مياشتي درې روغتيايي کارکوونکي وژل سوي دي.
بقایی دا برید یو ډليزه وژنه بللې او ویلي ئې دي، چي د جنیوا کنوانسیونونو له مخي په بشري مرسته کوونکو ډلو، طبي کارکوونکو او د مرستي رسولو پر وسایطو باندي برید، چيري چي بشردوستانه ماموریتونه ترسره کوي، په بشپړه توګه منع دئ. د هغه په خبره چي دا ډول بريدونه يو جنګي جنایت دئ.