بلال کریمي: یوه چینایي کمپنۍ لیواله ده چي په افغانستان کي لوژیستکي مرکزونه جوړ کړي

په چین کي د اسلامي امارت لوی سفیر مولوي بلال کریمي وايي، د دغه هیواد یوه کمپنۍ لیوالتیا ښودلې چي په افغانستان کي لوژيستکي مرکزونه جوړ کړي.
هغه پر ایکس پاڼه لیکلي چي په دې اړه یې د (وو وي) په نوم د چینایي لوژیستکي کمپنۍ له عمومي رئیس هونګ مینګ فنګ سره کتلي دي.
هغه ویلي، چي دغه کمپنۍ اوس مهال په تاشکند او ګرجستان هیوادونو کي د ازادي سوداګرۍ د پراختیا په موخه مجهز لوژیستک مرکزونه جوړ کړي او غواړي د افغانستان په حیرتان او مزار شریف کي هم د ورته مرکزونو په جوړولو کي پانګونه وکړي.
د دغه چینایي لوژیستکي کمپنۍ مشر هونګ مینګ فنګ وایي، اماده دی چي له چین څخه افغانستان او له افغانستان څخه چین ته د افغاني او چینایي مالونو د انتقال په برخه کي د لازمو اسانتیاوو په برابرولو کي مرسته وکړي.
چینايي کمپنیو له دې وړاندي هم په ډيرو برخو کي په افغانستان کي د پانګوني لیوالتیا ښودلې خو د دوی ډېر تمرکز پر کانونو دی.