بلوڅ بېلتونپالو د یرغمل سوو پاکستانیانو په بدل کي د خپلو بندیانو د خوشي کولو غوښتنه کړې

بلوڅ بېلتونپالو د هغو ۱۰ تنو څخه چي تېره اوونۍ یې یرغمل کړي وه، ۳ تنه خوشي کړي او د نورو کسانو د خوشي کېدو په بدل کي د خپلو ملګرو خوشي کېدل غواړي.
بلوڅ بېلتونپال چي د پاکستان سره د بلوچستان د ازادۍ او پر خپلو خلکو د روان ظلم د پای ته رسېدو په موخه وسله واله مبارزه کوي د روان جون په ۲۰ مه نېټه د زرغون غره په سیاحتي سیمه کي ۱۴ تنه وتښتول خو ۴ یې ژر خوسي کړل.
د دې بېلتون غوښتونکي ډلي ویاند جیند بلوچ ویلي چي له دغو کسانو څخه تر پوښتنو وروسته ورته څرګنده سوه چي ۷ تنه یې د پاکستان د پوځ او استخباراتو غړي دي او د بلوچانو د ملي غورځنګ خلاف په هلوځلو کي مستقیم لاس لري او ۳ نور بېګناه دي چي دوی خوشي کړل.
بلوڅ بېلتونپالو په دې اړه څه نه دي ویلي چي ۷ تنو ته به څه سزا ورکړي خو د پاکستان حکومت او پوځ ته یې وړاندیز کړی چي حاضر دي دا کسان د پاکستان په محبسونو کي له بندي بلوچانو سره تبادله کړي.
دوی پاکستاني حکومت ته یوه اوونۍ وخت ورکړی چي د تبادلې په اړه یې وړاندیز ته ځواب ووايي او که یې دا کار ونه کړ د نیول سویو کسانو په اړه به خپل عدالت تطبیق کړي.