بلوڅ بېلتونپال وايي چي د بلوچستان د خُضدار د سیمې زیري ښار یې په بشپړ ډول نیولی دی.
د دې بېلتون غوښتونکي ډلي ویاند جنید بلوچ رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کي ویلي جنګیالیو یې د زیري ښار له نیولو وروسته ټولو دولتي ادارو او د پولیسو مرکزونو ته اور اچولی دی.
دې ډلي په زیري کي د خپلو وسله والو د حضور عکس هم خپور کړی او ویلي یې دي چي نور جزییات به وروسته خپاره کړي.
دا تحول وروسته له هغه کېږي چي د بلوچستان د ازادۍ پوځ دوې ورځي وړاندي تربت ښار ته نژدې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر کاروان موټربم برید وکړ او لږترلږه ۴۷ تنه یې ووژل.