بلوڅ بېلتونپال وايي، د اورګاډي ۵۰ نور یرغمل سوي کسان یې وژلي دي

د بلوچستان ازادۍ پوځ ویلي، چي د پاکستان د پوځ د عملیاتو په غبرګون کي یې ۵۰ پاکستاني امنیتي سرتېري وژلي دي.
د دې ډلي په خبره، چي دا ګام یې د یرغمل سویو کسانو د تبادلې پر سر د خبرو اترو له ناکامۍ وروسته اخستی دی.
د بلوڅ ازادۍ پوځ په یوه اعلامیه کي ویلي، چي د پاکستاني ځواکونو د درنو وسلو برید یې دفع کړی، خو درې جنګیالي یې له لاسه ورکړي دي.
د پاکستان پوځ بیا وايي، چي ټول جنګیالي یې وژلي او ۱۹۵ برمته کسان یې خوشي کړي دي.
بلوڅ بېلتونپالو ویلي، چي د پاکستاني بې‌پیلوټه الوتکو د تېري شپې برید په غبرګون کي یې ۱۰ نور یرغمل سوي کسان هم وژلي وه او په تېرو دوو ورځو کي یې د جګړې پر مهال ۴۰ پاکستاني سرتېري وژلي دي.
د بلوچستان ازادۍ پوځ خبرداری ورکړی، چي که پاکستانی پوځ بل برید پیل کړي، نو پاته شاوخوا ۱۵۰ یرغمل سوي کسان به ټول اعدام کړي.
دې ډلي اسلام‌اباد ته ۲۰ ساعته ضرب‌الاجل ورکړی چي د بندیانو د تبادلې لپاره عملي ګامونه واخلي او که نه، له ټاکلي وخت وروسته به هر ساعت نور یرغمل کسان اعدام سي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *