د بلوچ لبریشن آرمي په نوم د بلوچستان بېلتون غوښتونکي وايي، چي د دوی جنګیالیو د پاکستاني پوځ او ساحل ساتونکو پر ځواکونو دوه جلا بریدونه کړي، چي په ترڅ کی یې پنځه پاکستاني سرتېري وژل سوي دي.
د دې ډلي په وینا، جنګیالیو يې د پسني ښار د ساحل ساتونکو پر مرکزي کمپ د اتومات وسلو برید کړی او همداراز یې له لاسي بمونو په کار اخیستلو کمپ په نښه کړی چي له امله یې پاکستاني ځواکونو ته د سر او مال درانه زیانونه اوښتي دي.
بلوڅ بېلتون غوښتونکي زیاتوي، چي د دوی جنګیالیو له مخکینۍ طرحي سره سم، د بنګله بازار په سیمه کي د پاکستاني ځواکونو د تګراتګ پر لاره یو ماین ځای پر ځای کړی وو.
د دوي په خبره، له برید وروسته چي کله د پاکستاني پوځ موټران د پېښي ځای ته ورسېدل په ریموټ کنټرول بمي برید یو موټر په نښه سو چي له امله یې پنځه پاکستاني سرتېري ووژل سول او ګڼ نور ټپیان سول.