بلینکن وايي له اوکراین سره به د امریکا مرستي دوام ولري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د اوکراین پلازمیني کیف ته د یوه سفر په ترڅ کي ویلي، چي د امریکا مرستي به د اوکراین سره دوام ولري.
د رویټرز اژانس د راپور له مخي، دا له هغه وروسته چي تېره میاشت د امریکا کانګرس له اوکراین سره د ۶۱ میلیارد ډالرو پوځي مرسته منظور کړه اوکراین ته د یوه لوړ پوړي امریکايي چارواکي لومړی سفر دی.
بلېنکن له اوکرایني ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره تر لیدني وروسته پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چي زیلینسکي ته یې ویلي، امریکا له لومړۍ ورځي راهیسي له اوکراین سره ولاړه ده او خپلو مرستو ته به دوام ورکوي.
روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین برید وکړ او د هغه هیواد ځیني برخي یې نیولي دي.
له هغه وخت راهیسي د دواړو خواوو ترمینځ جګړه دوام لري چي د دواړو هیوادونو زرګونه سرتیري پکښي وژل سوي.