د میرویس نیکه جام درې ورځنۍ لوبي چي د هلمند او کندهار په کوربتوب روانی دي، په ترڅ کي ئې نن د بندامیر زون لوبډلي د یوې پاڼۍ او ۱۳۲ منډو په توپیر د مس عینک زون لوبډلي ته ماته ورکړه. دغه لوبه چی د هلمند په کرکټ لوبغالي کي ترسره سوه، په لومړۍ پاڼۍ کي د مس عینک لوبډلې ۱۴۰ او دویمه کي ۱۷۳ منډې جوړې کړې. بندامیر زون په لومړۍ پاڼۍ ۴۴۵ منډي جوړی کړي وې.