بند امیر لوبډلي سپین غر ته ماته ورکړه

د شپږیزه ۲۰ اوریزه کرکټ لیګ په ۱۲مه لوبه کي نن د ماپښین په لوبه کي بند امیر لوبډلي سپین غر لوبډلي ته په ۱۳ منډو ماته ورکړه.

د دې لوبي پچه بند امیر لوبډلي وګټل او لومړۍ ئې د توپوهني پرېکړه وکړه، دې لوبډلي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو د صدیق اتل ۸۹ منډو په مټ سپین غر لوبډلي ته ۱۴۸ منډي هدف ورکړ او د سپین غر لوبډلي له پاره په توپ اچونه کي زهیر خان څلور او راشد خان ارمان درې لوبغاړي وسوځول.

سپین غر لوبډلي د اتو لوبغاړو په سوځېدو د حسن عیسی خېل ۴۵ او نعمان شاه ۲۷ منډو په جوړولو ۱۳۴ منډي جوړي کړې او د بند امیر لوبډلي له پاره په توپ اچونه کي امیر حمزه درې او الله غضنفر او ننګیال خروټي دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.

په دې لیګ کي سهار امو لوبډلي بست لوبډلي ته په ۱۰ منډو ماته ورکړه.