بيړنی خبر: په کندهار کي د کابل بانک مخته پر مراجعينو چاودنه سوې

د کندهار د لومړۍ حوزې اړوند د کابل بانک او پخوانۍ امنيه قومندانۍ مخامخ چاودنه سوې چي مرګ ژوبله هم لري
د لومړنيو معلماتو له مخي چاودنه شاوخوا اته بجې سوې او په دې وخت کي د بانک مراجعين هم زيات وي.
چارواکو پېښه تاييد کړې خو نور جزیات نه ورکوي.
د کندهار ميرويس روغتون او د چاودني د ساحې لاري ټولي د امنيتي ځواکونو له خوا بندي دي‌.
ويل کيږي چي په ميرويس روغتون کي د زياتو ټپيانو له امله ويني ته اړتيا ده او پر خلکو ږغ سوی چي وينه ورکړي.
دا په داسي حال کي ده چي په دې وروستيو کي په کندهار کي چارواکو امنيتي کسانو ته امر کړی وو چي د امنيت د لا ټينګښت لپاره هلي ځلي زياتي کړي.