بګرام هوايي اډه؛ د افغانستان د جګړو او ستراتيژۍ ستره نښه

ګرام هوايي اډه چي د افغانستان په پروان ولايت کښي د کابل ښار نه شاوخوا پنځه ويشت کيلومتره شمال ته پرته ده، د هېواد د وروستيو څو لسيزو جګړو، بهرنيو يرغلونو او سياسي تحولاتو يوه مهمه نښه ګڼل کيږي.

د جوړېدو لومړی پړاو

بګرام هوايي ډګر د شلمې پېړۍ په پنځوسمو کلونو کښي د شوروي اتحاد په مرسته جوړ سو. په لومړيو کښي د افغانستان د پوځ او هوايي ځواک د روزني او دفاع لپاره کارېدی، خو ډېر ژر يې ستراتيژيک ارزښت د سيمې په کچه څرګند سو.

د شوروي يرغل پر مهال (۱۹۷۹–۱۹۸۹)

کله چي شوروي اتحاد پر افغانستان يرغل وکړ، بګرام يې د خپلو عملياتو ستر مرکز جوړ کړ. د افغانستان په شمال او مرکزي سيمو کښي د شوروي بمبارد او پوځي حرکتونه د همدې ځای نه اداره کېدل. د جنګي الوتکو، بمبارد او د رسد کاروانونه ټول د بګرام له لاري پرمخ وړل کېدل.

د کورنيو جګړو دوره

له شوروي وتلو وروسته، بګرام څو ځله د مجاهدينو، وروسته د احمدشاه مسعود ځواکونو او بيا د طالبانو تر منځ لاس پر لاس سو. دا ډګر د کورنيو جګړو په يوه دښته بدل سو او ډېره برخه يې ويجاړه سوه.

د امريکا او ناټو وخت (۲۰۰۱–۲۰۲۱)

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر تر پېښو وروسته چي امريکا پر افغانستان يرغل وکړ، بګرام يې د جګړې زړه وګرځېد. دا ځای د امريکايي پوځ د ستر قوماندې مرکز و، د ناټو ځواکونو اصلي اډه وه، او تر ټولو مهم نظامي تاسيسات پکښي جوړ کړل.
په دې وخت کښي:

  • دوه اوږده رن وې (Runways) يې جوړې کړې چي هره يوه شاوخوا ۳۶۰۰ متره اوږده وه، د هر ډول جنګي او بار وړونکو الوتکو لپاره.
  • د تېلو ستر زېرمتونونه، د وسلو ګودامونه، د عسکرو استوګنځايونه، روغتونونه او د څار پرمختللي وسايل يې جوړ کړل.
  • بګرام د سيمې پر هېوادونو لکه ايران، پاکستان، چين او منځنۍ آسيا د پوځي څار او ستراتيژيکي برلاسي لپاره د امريکا لپاره ځانګړی اهميت پيدا کړ.

خو بګرام يوازې د پوځي قوت ځای نه و، بلکې د افغانانو لپاره د تريخ يادونو سمبول هم سو. دلته د امريکايي ځواکونو له خوا د بندیانو يو ستر مرکز جوړ سو چي د بشري حقونو د سرغړونو تورونه پرې لګېدلي دي. دا مسئله د افغانانو په منځ کښي د ډېري بدنامۍ سبب وګرځېده.

اوسنی وضعيت (۲۰۲۱ وروسته)

کله چي امريکايي ځواکونه په ۲۰۲۱ کښي افغانستان پرېښود، بګرام لومړی د پخواني افغان پوځ، او وروسته د طالبانو تر ولکې لاندي راغی. نن ورځ دا اډه يو ځل بيا د سياسي او پوځي بحثونو يوه مهمه موضوع ده. د امريکا ځيني چارواکي د دې د بېرته نيولو غوښتنه کوي، خو د افغانستان اوسنی حکومت په ټينګار سره وايي چي هېڅ بهرني ځواک ته به د پوځي حضور اجازه ور نه کړل سي.

څه به وسي؟

بګرام د افغانستان د تاريخ په معاصره پاڼه کښي يوازې يوه پوځي اډه نه، بلکې د بهرنيو اړيکو او خپلواکۍ د سياست يوه تله ده. د دې اډې پر سر دريځ ښيي چي افغانستان نه غواړي د نړيوالو قدرتونو د زور ازمايښتي ډګر پاتې سي. که چيري بګرام يو ځل بيا د بهرني حضور مرکز وګرځي، د افغانانو په زړونو کښي به د تېرو ناخوالو يادونه تازه کړي او د داخلي ثبات پر ځای به د بې باورۍ فضا نوره هم زياته کړي.

خو که افغانستان وکولای سي بګرام د ملکي هوايي ډګر، اقتصادي مرکز او يا د ترانزيتي کارونو لپاره وکاروي، نو دا به د هېواد د پرمختګ يو ستر فرصت وي. د همدې لپاره د بګرام برخليک د افغانستان د راتلونکي سياسي او اقتصادي جهت لپاره يوه مهمه سنجشګاه بلل کيږي.