بینېټ یو وار بیا په افغانستان کي د بشري حقونو له خرابېدونکي وضعیته اندېښنه ښودلې

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ په خپل نوي راپور کې یو وار بیا په افغانستان کي د بشري حقونو له خرابېدونکي وضعیته اندېښنه ښودلې ده.

هغه ویلي، چارواکو نړیوالو قوانینو ته د درناوي د ادعاوو خلاف عمل کړی او د بشري حقونو څخه یې بې شمېره سرغړوني کړي دي.

چارواکو سمدستي د بینېټ د نوي راپور په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکي یې هغه تورن کړی چي پروپاګند کوي او له همدې امله یې افغانستان ته له سفره منع کړی.

د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، وه چي ریچارډ بینېټ د افغانستان پر ضد د پروپاګند دنده په غاړه درلوده، په پروپاګند بوخت وو او یوه ډېره کوچنۍ مسئله یې لویوله.

د مجاهد په وینا، له همدې امله ریچارډ بینېټ ته نور اجازه نه ورکول کېږي چي افغانستان ته سفر وکړي.