د افغانستان له د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکي ريچاډ بېنټ د شنبې په ورځ پر خپله ايکس پاڼه باندي ليکلي دي، چي ط..البانو تر هغه وخته پوري د افغانستان له پاره عادي دولت نه دئ، ترڅو چي بشري حقونو ته په خاص ډول د افغان مېرمنو او انجونو حقونو ته درناوی نه وي کړی.
هغه وايي تر هغه وخته پوري په دغه ډله باندي باور کول په کار نه دئ، چي د ټولو افغانانو حقونه ونه پېژني او پر عملي کولو اقدام و نه کړي.
د نوموړي په وينا چي د روسيې هغي پرېکړي اندېښمن کړی، چي د ط..البانو ډله ئې په رسميت پېژندلې ده. هغه وايي اوسني شرایطو ته په کتلو د افغانستان راتلوونکي ته ناهيلی سوی دئ.
«زه د روسیې له خوا د ط..البانو په رسمیت پېژندلو ناهیلی کړی یم، چي په افغانستان کي د هغي ډلي ملاتړ او حمايت کوي، چي د ولس حقوقو ته درناوی نه لري او په ښکاره د بشرحقونه تر پښو لاندي کوي