تازه؛ د بلوچستان په قلعه سیف الله کي د ایف سي پر مرکز ځانمرګي بریدونه سوي

د بلوچستان قلعه سیف الله په ګلستان سیمه کي د ایف سي پر مرکزي کیمپ برید سوی خو د مرګ ژوبلي په اړه یې لا هم معلومات نسته.
لومړی دوو ځانمرګو د موټرو په وسیله پر کیمپ برید کړی او بیا لسګونه وسله وال کیمپ ته داخل سوي دي او جګړه یې پيل کړې.
دغه کیمپ ته ورغلي کمکي لاري هم د وسله والو په لاس کي دي او نور ځواکونه سیمي ته نه سي تلای.
یاده دي وي چي تیره ورځ هم د ایف سي ١١ کسان په بلوچستان کي وژل سوي وه.