تاوتريخوالی: په نادعلي کي خاوند خپل ميرمن وژلې

د هلمند څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د هلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ کي خاوند خپل ميرمن د چاقو په وسيله وژلې ده.
سرچينې زياتوي، چي وژل سوې ميرمن زرغونه نومېږي او ۲۵ کاله عمر لري، چي د کورني تاوتريخوالي له امله خپل خاوند وژلې ده.
د‌ هلمند د ولايتي روغتون ډاکترانو هم ياده پېښه تائيد کړې ده، خو ط..البانو ئې په اړه تراوسه پوري په رسمي ډول څه نه دي ويلي.
بايد وويل‌ سي، چي افغانستان کي د ط..البانو د‌بيا واکمنۍ سره سم د ښځو په وړاندي د وژني، ځوروني او زنداني کولو پېښي ورځ تر بلي مخ پر زیاتېدو دي.