د خيبر پښتونخوا په تیراه سيمه کي د ولسي خلګو پر پاڅون د پاکستان د پوځ تر بريد وروسته د تحريک انصاف ايالتي کمېټې د پاکستان د حکومت څخه غوښتنه کړې، چي د ۱۵ ورځو په جريان کي دي د قبایلي ولسواليو څخه خپل پوځيان وباسي.
دغه ګوند په يوه بيان کي ويلي، چي د خيبر پښتونخوا په يو شمېر سيمو کي د اوږدې مودې له پاره د پاکستاني پوځيانو شتون سيمه نا امنه کړې او د ولسي خلګو احساسات ئې پارولي.
هغوی د پاکستان پر حکومت ږغ کړی، چي د يادو سيمو څخه دي خپل پوځيان ژر تر ژره وباسي.
دغه ګوند ويلي چي د ولسي مشرانو او مدني فعالانو څخه به يوه بې طرفه کمېټه ترتيب او دغه پېښه به وڅېړي او د ۳۰ ورځو په جريان کي به مرکزي حکومت ته خپل راپور وړاندي کړي.
بايد وويل سي چي د خیبرپښتونخوا په تيراه سيمه کي د ولسي خلګو پر پاڅون باندي پاکستاني پوځيانو بريد کړی وو، چي پرمهال ئې اووه ولسي خلګ وژل سوي او شل نور ټپیان سوي وو.