د کندهار د ۱۰ ولسواليو ترمنځ د ۲۰ اوريزه کرکټ ليګ په اوومه لوبه کي تخته پل لوبډلي ژړۍ لوبډلي ته په ۸۳ منډو ماته ورکړه.
په دې لوبه کي تخته پل لوبډلي د اتو لوبغاړو په سوځېدو د بشير ۶۴ او نصيب ۵۱ تر نورو زياتو منډو په جوړولو ژړۍ ته ۲۰۹ منډي هدف ورکړ او د ژړۍ له پاره په توپ اچونه کي فدا محمد درې او فريد او آغا شيرين دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.
ژړۍ لوبډلي په ۱۸ اورونو کي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۵ منډي جوړي کړې او د تخته پل له پاره په توپ اچونه کي عزيز درې او اقبال او احمد دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.