په ترکیه کي د میلاد ستانکزي په نوم یو افغان د ترکیې هیواد په سطح د غوره محقق او دکتورا د محصل په توګه پېژندل سوی دی.
میلاد ستانکزي په ترکیه کي د استانبول د تحقیقاتو د ادارې له خوا په لار اچول سوې سیالۍ کي دا ویاړ تر لاسه کړی دی.
هغه د یاد ویاړ په لاس ته راوړلو سره د ترکیې د رئیس جمهور رجب طیب اردوغان له خوا ستایل سوی او د هغه له خوا تقدیرنامه ورکړل سوې ده.
دا هر څه په داسي حال کي چي په افغانستان کي لوستي ځوانان د تشویق او ستایني پر ځای د غندنو سره مخ کېږي او د ط.البانو له خوا لوستي ځوانانو ته هیڅ نوع کاري زمینه نه مساعدېږي