د ترکیې رسنيو راپور ورکړی، چي د دغه هيواد په ادانا، عثمانيې او مانيسا ښارونو کي ۳۵ تنه هغه کسان نيولي، چي د داعي…ش سره په مالي او ورته نورو برخو کښي همکاري کول.
د ترکيې د رسنيو د راپورونو له مخي چي ياد کسان د هغه عملياتو پر مهال نيول سوي، چي د ترکيې پوليسو د ترهګرو د مالي تامين د همکاره ګروپونو د نيولو په موخه ترسره کړې وه.