د دغه اژانس د خبر له مخي، دغه مرستي د اوسپني پټلۍ له لاري افغانستان ته لېږدول سوي دي.
راپور زیاته کړې، چي په دغو مرستو کي ۴ زره خېمې، ۴۳ زره کمپلي، ۵ زره د پخلنځي توکي او ۱۰ زره د خوړو کڅوړي هم شاملي دي.
تر دې وړاندي د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت یوې الوتکي کابل ته ۲۸ ټنه بشري مرسته رسولې وه.
د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت رسنیز دفتر ویلي وه، چي دا د روان کال په اوږدو کي افغانستان ته د مسکو د مرستو پنځمه جوپه ده.
په روان ژمي کي ګڼ افغانان د سختي بېوزلۍ سره مخامخ دي، چي ګڼو نړۍوالو بنسټونو یې په اړه وار له مخه اندېښنې په ډاګه کړي دي.