ترکیش ایرلاین وايي، افغانستان ته الوتني پيلوي

د ترکیې هوایي شرکت ترکیش ایرلاین خبر ورکړی چي له نژدې درې کلن ځنډ وروسته افغانستان ته خپلي الوتني یو ځل بیا پيلوي.
دغه شرکت وایي، پلان لري چي کابل ته لومړنی پرواز د راتلونکي جوزا میاشت په لومړۍ نېټه تر سره سي.
مخکي د ا.ا د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت هم ویلي وه چي دوی د دغو الوتنو بیا پيل ته چمتوالی لري او الوتني به په اونۍ کي څلور ځله تر سره کیږي.
ترکیش او ځینو نورو نړیوالو هوايي شرکتونو افغانستان ته د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کي د ا.ا تر واکمنېدو وروسته خپل پروازونه وځنډول.
له ترکیش هوایي شرکت مخکي بیا فلای دبی د تیري نومبر میاشتي راهیسي کابل ته خپلي الوتني پيل کړي دي.