ترکیه کښي د ط..البانو سفارت افغانانو ته د پاسپورټونو وېش بیا پیل کړ

په ترکیه کښي د ط..البانو سفارت اعلان کړی، چي د افغان اتباعو له پاره ئې د پاسپورټونو د وېش بهیر، چي د تېرو څلورو کلونو راهیسي درېدلی وو، بیا پیل کړی دئ.
د ط..البانو د سفارت په اعلامیه کښي ویل سوي، چي دا بهیر به په لومړي پړاو کښي د هغو افغانانو له پاره به اسانتیاوي برابر کړي، چي په ترکیه کښي د قانوني اسنادو د ترلاسه کولو اړتیا لري.
بايد وويل سي، چي د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کښي په افغانستان کښي د ط..البانو له واکمنۍ وروسته، د پاسپورټونو وېش په بهرنیو سفارتونو او قونسلګریو کښي له جدي خنډونو سره مخ سوی وو. دا ځنډ د اداري ستونزو، نړۍوالو سیاسي شرایطو او د ط..البانو د رسمیت نه پېژندلو له امله رامنځ ته سوی وو.