په کابل کي يوشمېر تقاعد سوو مامورينو د خپل تقاعد حق اخېستلو په موخه لاريون وکړ. هغوی د دغه لاريون پرمهال د ط…البانو څخه غوښتنه کړې ده، چي تقاعد دي ورته اجرا کړي.
هغوی د رسنيو سره د خبرو پرمهال ويلي دي، چي له ډېره وخت پر دولتي ادارو ګرځي ترڅو خپل حق واخلي خو دولت ئې غوښتنې ته مثبت جواب نه دئ ويلی.
دغه لاريون کوونکي وايي، چي له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان دي، او په خبره ئې که چيري دولت ئې د تقاعد حق ور نه کړي نور به هم له ستونزو سره مخ سي.
د دغه لاريون کوونکو په استازيتوب يوه لاريون کوونکي وويل ((که زموږ حقوق رانه کړي نو اړ یو چي سړک ته ولاړ سو او خپل ځان موټرو ته واچوو څو خپل حقونه ترلاسه کړو.))
ط…البانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي خو د تېر کال د مرغومي په لومړۍ نېټه د ط…البانو رهبر په یوه فرمان کي سترې محکمې ته امر کړی و، چي د متقاعدینو د حقونو لپاره یوه ځانګړې محکمه جوړه او دغې ستونزې ته رسېدنه وکړي.