تمدن تلوېزیون د یوه خبر په خپرولو سره د خپلو نشراتو د بندېدو خبر ورکړی

تمدن تلویزیون نن د یوه خبر په خپرولو سره ویلي، چي د دغه رسنۍ نشرات د حکومت په امر بندیږي.
د دغه رسنۍ د مسوولینو په وینا، د عدلیې وزارت یو پلاوی ورغلی او ښايي تر راتلونکو څو ساعتونو پوري د دغه تلویزیون نشرات بند سي.
چارواکو لا تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو ویل کیږي چي عدلیې وزارت د دغه تلویزیون د مځکي تر ارزوني وروسته د دغه رسنۍ نشرات بند او بل ځای ته یې د لېږد غوښتنه کړې ده.