تمه کېږي چي د اکشن اېډ په نوم مؤسسې له لاري په کابل، غور او بامیان کي شاوخوا ۲۵۰۰ زیان‌ګالو کورنیو سره نغدي مرستي وسي

د طبیعي پېښو پر وړاندي د مبارزې ادارې پر خپله ایکس‌‌‌پاڼه لیکلي چي، په کابل کي یې له دغه ادارې سره په‌دې باب د یو ميلیون ډالرو په ارزښت دوه تړونونه لاسلیک کړي دي.

وړاندي راغلي، چي اکشن اېډ به د کابل ولایت په ده‌سبز او بګرامیو ولسوالیو کي له ۱۰۰۰ کورنیو او د بامیان او غور په مرکزونو کي له ۱۵۰۰ کورنیو سره نغدي مرسته وکړي.

دغه اداره وايي، چي په کابل کي هري یوې کورنۍ ته ۴۶۸ ډالره او په بامیان او غور کي هري یوې کورنۍ ته له ۲۰۰ تر ۳۳۱ ډالره پوري نغدي مرسته ورکوي.

د ژمي په را رسېدو سره په افغانستان کي د بې‌وزلو کورنیو د ژوندانه د ناوړه وضعیت په اړه اندېښنې تر بل هر وخت زیاتي سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *