د اپريل له لومړنۍ نېټې څخه پاکستان د افغان کډوالو د جبري ايستلو لړۍ پيل کړل او د دغه هېواد څخه ئې په زرګونه افغان کډول په زور او جبر ويستل. د پاکستاني پوليسو په اشاره په پاکستان کي د افغان کډوالو دوکانو، مغاذې او مالونه د پاکستان د خلګو په وسيله چور کړل سول او افغان کډوال تش لاس او خالي جيب ئې له پاکستان څخه ويستل.
د پاکستان څخه د افغان کډوالو د ايستلو په لړۍ کي د دوشنبې په ورځ ۲۶۲ افغان کډوالي کورنۍ د کندهار د سپين بولدک د لاري کندهار ته راغلي دي. په کندهار کي د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست وايي، دغه ولايت ته د پاکستان څخه د سپين بولدک له لارې ۲۶۲ افغان کډوالي کورنۍ چي د وګړو شمېر ئې ۱۴۰۴ تنه کيږي راغلي دي. دغه رياست وايي چي ياد افغان کډوال ئې خپلو اصلي سيمو ته انتقال کړي دي.
د يادوني وړ ده، چي د پاکستان څخه د افغان کډوالو د ايستلو پر بهير باندي ملګرو ملتونو او نړۍوالو د بشرحقونو سازمانونو نیوکه کړي او دپاکستان د حکومت څخه ئې غوښتنه کړې، چي د افغان کډوالو د جبري ايستلو لړۍ دي ودره وي.