د حقوق بشر د هه نګاه د سازمان د راپور له مخي د ۲۰۲۴ ميلادي کال په جريان کښي ۱۷ تنو افغانان ته په ايران کي د بېلابېلو ماينونو او چاودېدونکو توکو د چاودني پرمهال مرګ ژوبله اوښتې ده. د ياد راپور له مخي د ۲۰۲۴ ميلادي کال په جريان کي شاوخوا ۵۷ کسانو ته په ايران کي د ماينونو د چاودني پرمهال مرګ ژوبله اوښتې، چي له ډلي څخه ئې ۱۷ تنه افغانان دي ، د يادو قربانيانو په ډله کي ۹ افغانان وژل سوې او ۸ تنه نور زخميان سوې او يا ئې هم د بدن غړي د لاسه ورکړي دي.