د خوست څخه محلي سرچينو د چهارشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د سې شنبې په ماخستن ناوخته بې پيلوټه الوتکي د خوست ښار او يو شمېر ولسواليو پر فضا ګرځېدلي چي ولسي خلګ ئې بېرولي دي.
د دغو بې پيلوټه الوتکو هويت تر اوسه پوري څرګند نه دئ، چي د کوم هيواد دي، خو ډېر وخت د خوست اوسېدونکي ادعا کوي، چي په دغه ولايت کي د پاکستان جنګي او بې پيلوټه الوتکي ګزمې کوي.
ط..البانو تراوسه پوري د دغه بې پيلوټه الوتکو په اړه څه نه دي ويلي.