تېره میاشت د ۹۳ ميلیون ډالرو صادرات سوي

د احصائیې او معلوماتو ملي اداره وايي، د روان ۱۴۰۳ لېږدیز لمریز کال په تېره چنګاښ میاشت کي له افغانستان څخه د ۹۳،۵ ميلیون ډالرو صادرات سوي دي.

یادي ادارې نن په یوه راپور کي ویلي، دا صادرات تر ټولو ډېر پاکستان، هندوستان او عربي اماراتو ته سوي او د روان کال د غبرګولي میاشتي په پرتله ۰،۲ ميلیونه ډالره زیاتوالی په کښي راغلی دی.

د دغه راپور له مخي، په یاده موده کي د څه باندي ۹۴۷ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات هم سوي دي.

دا صادارت او واردات داسي مهال سوي چي، د روان کال په غبرګولي میاشت د ۹۳،۳ میلیون ډالرو صادرات او د ۹۰۰،۹ میلیونه ډالرو واردات سوي وه.