د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت شمېرې ښيي چي، په تېره یوه میاشت کي ۳۱۶۰ کورنۍ چي څه باندي ۱۴زره کسان کیږي، هیواد ته راستانه سوي دي.
د یاد وزارت ویاند زیاته کړې چي، په یاده شمېره کي له ایرانه څه باندي ۱۰۶۰۰ او له پاکستانه ۳۳۰۰ او له ترکیې نږدې ۱۵۰ کسان هیواد ته راستانه سوي دي.
له دغه کډوالو څخه زیات شمېر یې په جبري ډول ایستل سوي دي.
بل لورته په پاکستان کي یو شمېر افغان کډوال د پولیسو له پرله پسې ناوړه چلند او جبري شړلو څخه شکایت کوي.