د ط..البانو تر واک لاندي د کډوالو ستونزو ته د رسېدني عالي کمېسیون د جمعې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي د پنج شنبې په ورځ د پاکستان او ايران څخه ۱۱۱۸ د افغان کډوالو کورنۍ چي د وګړو شمېر ئې ۵۹۹۳ تنه کېږي د بېلابېلو لارو څخه افغانستان ته راغلي دي.
د ط..البانو د دغه کمېسيون په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ۷۰۲ کورنۍ د سپين بولدک د لاري او ۳۵۳ د افغان کډوالو کورنۍ د تورخم د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په همدې ورځ ۳۲ د افغان کډوالو کورنۍ د اسلام کلا د لاري او ۲۷ کورنۍ د ورېښمو پله د لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.
خبرپاڼه ليکي، چي د پاکستان څخه ټول افغان کډوال په زور او جبر ايستل سوي او افغانستان ته راغلي دي