د ننګرهار د ط..البانو د ولايت مقام څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د جمعې په ورځ ۳۲ تنه افغان کډوال د پاکستان د زندان څخه ازاد سوي او د تورخم د لاري افغانستان ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د افغان کډوالو دغه زندانيان د پاکستان په دېره غازي خان زندان کي بنديان وو، چي د جمعې په ورځ ازاد سوي او افغانستان ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه راغلي افغان کډوالو په پاکستان کي د اوسېدو قانوني اسناد هم درلودل خو د پاکستان د پوليسو له خوا نيول سوي او زنداني سوي وو.
بايد وويل سي، چي د تېري پنج شنبې په ورځ ۱۸ تنه د افغان کډوالو زندانيان د پاکستان د زندانونو څخه ازاد سوي وو او د سپين بولدک د لاري کندهار ته راغلي وو.