تېره ورځ د پاکستان د زندانونو ۳۹۷ افغان کډوال ازاد سوي او افغانستان ته راغلي دي

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وازت څخه په خپره سوي خبرپاڼه کي ویل سوي، چي د پاکستان د زندانو څخه ۳۹۷ تنه هغه افغان کډوال چي په پاکستان کي د اوسېدو قانوني اسناد ئې نه درلودل او د پاکستان د حکومت له خوانیول سوي وه، د دوشنبې په ورځ ازاد سوي او افغانستان ته راغلي دي.
دغه راز په همدې ورځ ۲۶۵ د افغان کډوالو کورنۍ چي د وګړو شمېر ئې ۱۳۸۴ تنه کېدل د سپين بولدک د لاري د پاکستان څخه کندهار ته راغلي، چي وروسته خپلو اصلي سیمو ته انتقال سوي دي.