د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د پنج شنبې په ورځ د پاکستان څخه د افغان کډوالو ۴۵ کورنۍ چي د وګړو شمېر ئې ۲۱۲ تنه کېږي د سپين بولدک د لاري کندهار ته راغلي، چي تر ثبت او راجستر وروسته بېرته خپلو اصلي سيمو ته لېږدول سوي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په همدې ورځ ۱۸ تنه هغه افغان کډوال چي په پاکستان کي بنديان وو، د پاکستان د زندانونو څخه ازاد سوي او د سپين بولدک د لاري کندهار ته راغلي دي.
بايد وويل سي، چي په دې وروستيو کي د پاکستان حکومت په زرګونو افغان کډوال په زور او جبر د خپلي خاوري څخه شړلي او افغانستان ته راغلي. دغه افغان کډوال دلته افغانستان کي اوس د سرپناه، روغتيا او کارموندلو په برخه کي د ستونزو سره لاس او ګريوان دي