د پاکستان څخه د افغان کډوالو د ايستلو دلړۍ په دوام د يکشنبې په ورځ د پاکستان څخه ۱۵۷ د افغان کډوالو کورنۍ چي د وګړو شمېر ئې۸۶۷ تنه کېږي، د سپین بولدک د لاري کندهار ته راغلي دي.
دغه راز په همدې ورځ ۴۷ تنه افغان بنديان هم د پاکستان د زندانونو څخه ازاد سوي او د سپین بولدک د لاري کندهار ته راغلي دي.
د يادوني وړ ده، چي په تېره يوه مياشت کي په زرګونه د افغان کډوالو کورنۍ د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.
دغه افغان کډوال پاکستان په زور او جبر د خپلي خاورې څخه ايستلي دي او همدارنګه د پاکستان پر دغه اقدام باندي نړۍوالو بشري سازمانو اندېښنه ښودلي ده.