د ط..البانو تر واک لاندي د کډوالو ستونزو ته د رسېدني عالي کمېسیون څخه د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د چهارشنبې په ورځ د ايران او پاکستان څخه ۱۷۶۳ د افغان کډوالو کورنۍ چي د وګړو شمېر ئې ۱۰۴۰۵ تنه کېږي د بېلابېلو لارو څخه افغانستان ته راغلي دي.
د خبرپاڼي په حواله چي د کندهار د سپين بولدک د لاري ۱۲۰۷ کورنۍ او د ننګرهار د تورخم د لاري ۴۵۰ د افغان کډوالو کورنۍ د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.
همدارنګه ۳۳ کورنۍ د اسلام کلا او ۶۴ کورنۍ د ورېښمو پله د لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.