تېره ورځ د ۱۴۳۸ افغان کډوال کندهار ته راغلي دي

د پاکستان څخه د افغان کډوالو د اېستلو په لړۍ کي د سه شنبې په ورځ د سپین بولدک له لاري ۲۷۰ افغان کډوالي کورنۍ، چي د وګړو شمېر ئې ۱۴۳۸ تنه کېږی کندهار ته راغلي دي، چي تر ثبت او راجستر وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول سوي دي.
دغه راز په همدې ورځ ۱۷۵ تنه هغه افغان کډوال چي د پاکستان په زندانو کي بندیان وه، ازاد سوي او د سپین بولدک د لاری کندهار ته راغلي دي.
د یادونی وړ ده، چي د اپریل له پېل څخه تراوسه د پاکستان حکومت زرګونه هغه افغان کډوال، چي په دغه هېواد کښي ئې قانوني د اوسېدو اسناد نه درلودل د دغه هیواد څخه شړلي دي.