تېره ورځ شاوخوا ۱۷۰۰ د افغان کډوالو کورنۍ افغانستان ته راغلي

د ط..البانو تر واک لاندي رسنیو د‌ شنبې په ورځ راپور ورکړی، چي د‌جمعې په ورځ ۱۶۹۳ د افغان کډوالو کورنۍ له ګاونډیو هیوادونو څخه افغانستان ته راغلي دي.
په راپور کي ويل سوي، چي د دغو افغان کډوالو له ډلي ۵۴۱ کورنۍ د تورخم له لاري، ۹۳ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک د لاري، ۱۴۱ کورنۍ د نیمروز د ورېښمو پله د لاري‌او ۹۱۸ کورنۍ د اسلام کلا د لاري بېرته افغانستان ته راغلي دي.
د‌ يادوني وړ ده، چي په وروستيو ورځو کي د ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستل زیات سوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.
د ایران د چارواکو په وینا، سږ کال تر اوسه ۱.۷ میلیونه افغان کډوال له دې هیواده ایستل سوي او افغانستان ته تللي دي